کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډو د هغې وېډیو له کبله”دوه مخی” بللی، چې په وینا یې برتانیا کې یې د ناټو سرمشریزې پرمهال پر ده ملنډې وهلې دي.
په وېډیو کې ټروډو، د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن او د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د ټرمپ د احتمالي خبري ناستې په اړه بحث کوي.
د ناټو په اویایمه سرمشریزه کې مشرانو پر یوه خوله په یوه بیان هوکړه وکړه، خو ځینې مخالفتونه هم وو.
ټرمپ تر سرمشریزې وروسته ټاکل شوې خبري غونډه لغوه کړه او خبریالانو ته یې وویل: “سملاسي به بېرته سرمشریزې ته ستانه شو، باور کوم موږ په کافي اندازه خبري ناستې درلودې”.
په پیل کې بوریس جانسن له مکرون پوښتي “ایا همدا ستا د ناوخته کېدو لامل و؟”بیا ټروډو مداخله کوي او وايي له ټرمپ سره یې چې خبري ناستو کې کوم وخت لګولی “له کبله یې ناوخته شو چې ټیک ۴۰ دقیقې وخت یې اخیستی”.
دغه نړیوال مشران نه پوهېږي چې ګني د خبرو او بحث وېډیو یې ثبتېږي او دا وروسته په نړیواله سطحه پوښتنې او ګروېږنې راپاروي.
ټرمپ تر دې وړاندې هم په امریکا او خارج کې له دېته ورته ملنډو سره مخ شوی وو، دوه میاشتې وړاندې دامریکا په یو ایالت کې په نوموړي ولسي وګړو غږ وکړ چې وې تړئ/وې نیسئ، هاغه وخت هم نوموړي کلک غبرګون ښودلی وو.
















