کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
امريکا کې د “دموکرات ګوند” یو شتمن کاندید، “مایکل بلومبرګ” هڅه کوي په راروانو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د ماتې ورکولو په موخه په ټاکنیزو اعلانونو باندې په میلیونونو ډالر ولګوي.
مایکل بلومبرګ مخکې هم ويلي و چې ۴۰ ملیونه ډالر به په ټاکنيزو اعلانونو مصرفوي.
د تیرو اعلانونو په پرتله، بلومبرګ غواړي دا ځل د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې داسې اعلانونه په تلویزونونو خپاره کړي چې پکې دی د ټرمپ د ماتولو یواځینی وړ کس وښودل شي.
بلومبرګ په خپله ملیاردر دی او پخوا د نیویارک ښاروال هم پاتې شوی.
داسې ويل کیږي چې د “بلومبرګ” ټوله شتمني ۵۰ میلیارده ډالرو ته رسيږي.


















