غورځنګ
کوم وخت چې ډاکټر نجيب په حاکميت کې ؤ هغه وخت دوستم ته د ظلم زمينه مساعده وه نو د کمونستانو له لوري د جنرال لقب ورکړل شو، دغه په اصطلاح جنرال د افغانانو په مرګونو جنرال شو او دغه رتبه ورته د هغو وحشیانو له لوري ورکړل چا چې د افغانانو مرګونو ته روسان راغوښتي وو.
کله چې د روسانو پر وړاندې د افغانانو جهاد کامياب شو او مجاهدينو کابل ونیو نو دا ځل روسانو او د نړۍ زبرځواکونو په ډېره سپين سترګۍ سره پخواني کمونستان د مجاهدينو په جامه کې ننوېستل او په هېواد کې يې هغه ظلمونه وکړل چې قلم يې له ليکلو څخه عاجز دی.
لنډه دا چې دغه ظلمونه افغانانو ته د منلو وړ نه وو نو ځکه خو له کندهاره د طالبانو اسلامي تحريک راولاړ شو او د ملا محمد عمر رحمه الله په مشرۍ يې د شر او فساد جرړې لومړی په کندهار او ورسره اړوندوسيمو کې او بيا يې نږدې ټول هېواد کې ورته د پای ټکی کېښود. طالبانو پوره پنځه کاله په هېواد کې اسلامي نظام نافذ کړ افغانانو دغه پنځه کلونه په پوره ډاډ، امن او هوساينه کې تېر کړ.
خو دا چې کفري نړۍ تل تر تله په اسلامي ټولنو کې د اسلامي نظامونو ممانعت کړی دی نو ځکه يې خو طالبانو ته هم مختلفې بهانې لټولې، طالبانو که هر څومره ورته وويل چې په دریمګړي هېواد به فيصله او پرېکړه وکړو، خو د امريکا مشر جورج ډبليو بوش د انکار پر نيلي سپور ؤ او ويل يې چې زه په افغانستان په هر صورت حمله کووم!
لنډه دا چې امريکايان او ورسره نړيوال ملګري يې په ډېر وحشیانه ډول سره افغانستان ته راغلل او زمونږ هېواد يې اشغال کړ. د اشغال په صورت کې کله چې امريکايانو لومړی ځل خپل تلفات وليدل نو بوش اعلان وکړ چې موږ د افغانستان له جګړې څخه تېر يو، خو کله چې داخلي غلامانو ورته د طالبانو پر وړاندې د جنګېدلو ټټر وواهه نو بوش بېرته جګړه پيل کړه او چې بيا ورڅخه وپوښتل شول نو، بوش وويل: چې د جنګ د بندېدلو خبرې ما د نشې په حالت کې کړې وې.
په افغانستان کې چې چا د امريکايي ګټو د خونديتوب ټټر وهلی ، د هغو له جملې څخه يې يو دوستم ؤ چې د پيسو لپاره تر ډېرو شيانو تېر دی. طالبانو ته يې د مزار شريف په ليلې دښته کې دوکه ورکړه او هغوی هم د ده په خبرو وغولېدل او خپلې وسلې يې ورته کېښودلې. خو دوستم له هر ډول نړيوالو او نورو اصولو او قوانينو څخه مکمل سرغړاوی وکړ او طالبان يې لومړی بنديان او بيا يې په هماغو بندخانو، کانټينرونو او نورو کې په خورا وحشت او دهشت سره ووژل چې هډوکي يې تر اوسه په هماغه دښته کې پراته دي.
دغه دوره په طالبانو باندې داسې دوره وه چې دامریکا له وېرې او ډار څخه هيچا هم ورته د مرستې ټټر نشو وهلی، يعنې ټوله نړۍ له امریکا څخه په وېره او ډار کې وه او د طالبانو په خلاف له امریکا سره ودرېدله.
نو ځکه دې دوستم اوس هغه پخوانی فکر نه کوي. اوس طالبان په يوه سیمه ييز ځواک بدل شوي دي او اوس دا دی تقريباً زياترو ملکونو په رسمياتو پېژندلي دي او نړۍ ورته د افغانستان د اصيلو او حقيقي نمائنده ګانو په حيث ګوري. نو دوستم به په طالبانو څه وکړي؟؟
تقريباً د ولسمشر غني د واکمنې دورې په لومړيو کې هم دوستم دا ډول ټټرونه وهل او ويل به يې چې شمال به په څو مياشتو کې له طالبانو ونيسم خو چې کله د جنګ ډګر ته راغی نو په ډېره شرمنده ګۍ سره په تېښته ولاړ او له جنګ څخه لاس پر سر شو.
نو دوستم دې طالبانو په هغه نظر نه ګوري کوم چې په ترڅ کې يې پر مظلومو اسيرانو لاس پورته کړ.


















