کابل ټکى کام (جمعه، ۱۵ لیندۍ ، ١٣٩٨ل
هندوستان وایي، له دې وروسته د افغانستان په ګډون د ټولو ګاونډیو هېوادونو غیر مسلمانو《هندوانو》 وګړو ته تابعیت ورکوي.
د هند د حکومت کابینې څو ورځې وړاندې داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې د ګاونډيو هېوادونو غیر مسلمانو وګړو ته تابعیت ورکوي.
په دې کې هغه وګړي شامل دي چې په خپلو هېوادونو کې له مذهبي تاوتریخوالي سره مخ دي او یا هم دخپل مذهب به ساتلو سره ستونزې ورته جوړېږي.
په دې ډله کې افغانستان، پاکستان او بنګلدیش شامل دي.
دا په تېرو شپېتو کلونو کې لومړی ځل دی چې هند خپل قانون بدلوي او د مذهب پر بنسټ بهرنیو وګړو ته د تابعیت د ورکړې پرېکړه کوي.
د دې قانون له تصویب وروسته بنګلدیشي، پاکستاني او افغاني هندوانو خوښي ښودلې، او داپرېکړه یې دخپل مذهب پیرانو ته درناوی یاد کړی دی.


















