کابل ټکى کام (شنبه، ۱۶ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
په قطر کې د طالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ له نږدې دوه میاشتو دمې وروسته نن د لیندۍ په ۱۶ مه یو ځل بیا مذاکرات پیل شول.
د طالبانو دسیاسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپله ټوېټر پاڼه ویلي چې له امريکا سره يې خبرې بيا له هماغه ځايه پيل شوې چېرته چې درېدلې وې.
سهیل شاهین دغه راز زياته کړه، چې په دې راونډ خبرو کې دطالبانو دمذاکراتي ټیم نوی ازاد شوی غړی انس حقاني هم ګډون لري.
دی وایي، نن په لومړۍ ورځ رسمي مذاکراتو له لسو بجو څخه بیا تر دوه بجو دوام وکړ چې سبا به بیا هم دوام وکړي.
شاهین وایي، دنن ورځې په مذاکراتو کې د طالبانو له لوري ملا برادر اخند، او د امریکا له خوا خلیلزاد او سکاټ میلر د پوره مذاکراتي ټیم سره موجود و.
















