د چاپاني ډاکټر ‘ناکامورا’ جسد د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپل هيواد ته ولېږدول شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
نن شنبه د وژل شوي جاپاني ډاکټر تيسو ناکامورا جسد کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي کې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.
پرون د نوموړي ډاکټر ميرمن، لور او ملګري د هغه د جسد ترلاسه کولو په موخه کابل تخ راغلي وو، چې نن مازديګر د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې له کابل څخه د جاپان پر لور ولېږدول شو.
د لېږد په دغو مراسمو کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني او ځينې نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو هم ګډون کړی و.
اشرف غني د ډاکټر ناکامورا خدمات او د افغانستان له خلکو سره یې د هغه ښېګڼې وستايلې او هغه يې د افغانستان د زرین تاريخ يوه مهمه برخه وبلله. په ننګرهار کې يې د هغه له لوري د پيل کړيو پروژو د تکميل وعده وکړه. اشرف غني د تېر په څېر يو ځل بیا د ناکامورا د وژونکو نيولو او ددې قضيې د څېړلو خبره وکړه.
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ ډاکټر ناکامورا، ننګرهار کې د ولايت مقام ته څېرمه د ناڅرګندو وسله والو په برید کې ووژل شو او بريدګر په تېښته بريالي شول. طالبانو د ډاکټر ناکامورا وژنه کې خپل لاس لرل رد کړي او په نوموړي شوی بريد یې په کلکو ټکو غندلی و.
ډېرو افغان فعالانو په دې قضیه کې حکومت ته د پړې ګوته نيولې او ليکلي يې دي چې:” ناکامورا ته د افغانستان د افتخاري تابعيت ورکولو ترڅنګ، د نوموړي امنیت ته هم جدي پاملرنه پکار وه؛ خو له بده مرغه حکومت د ناکامورا خونديتوب ته پاملرنه ونه کړه”.


