شمالي کوريا نوی توغندی ازمویلی
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۷، يکشنبه)
وروسته له هغې چې د امریکا او شمالي کوريا تر منځ سياسي اړيکې ترينګلې شوې، شمالي کوريا یو ځل بيا د نوي توغندي ازموینه کړې ده.
ځينو رسنيو د شمالي کوريا د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې دغه هیواد په وروستيو کې مهم ازمويښتونه ترسره کړي چې د سياسي دريځ په پياوړتيا کې يې مهم رول لرلی شي.
شمالي کوريا خپل دغه نوی توغندي پرون د ليندۍ په ۱۶ د جمعې په ورځ ناوخته د چين پولې ته نږدې ازمويلی دی.
د روان کال له پيله د امریکا او شمالي کوريا ولسمشرانو تر منځ څو ځلې ليدنې وشوې چې له څه مودې راهيسې شمالي کوريا د نويو ازميښتونو لړۍ درولې وه.
خو د دغه هیواد چارواکي وايي، امریکا ورسره په کړيو ژمنو عمل نه دی کړی نو ځکه يې یو ځل بيا د وسلو جوړولو او ازمويلو بهير پيل کړی دی.
تر دې مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ويلي و که شمالي کوريا له نړيوالو قوانينو سړغړونو ته ادامه ورکړي نو دوی به يې پر وړاندې پر پوځي اقدام لاس پورې کړي.


