د پي ايم اس مرستيال او د وژل شوي جاپاني کورنۍ؛ د ناکامورا ناتمامه کارونه به بشپړ کړو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۷، یکشنبه)
په ننګرهار ولايت کې د جاپانۍ مؤسسې (PMS) مرستيال او د يادې مؤسسې د مشر ناکامورا کورنۍ وايي، چې د هغه نيمګړي کارونه به بشپړ کړي.
ډاکټر ناکامورا چې د پي ايس جاپانۍ خيريه مؤسسې مشر و ، څو ورځې مخکې د جلال اباد ښار د ولايت مقام په څو سوه مترۍ کې د نامعلومه وسله والو په ډزو ووژل شو.
پرون د شنبې په ورځ د ناکامورا مړی د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپل هيواد جاپان ته ولېږدول شو.
د نوموړي د جسد د لېږد پر مهال د هغه لور، ميرمن او دغه مؤسسې مرستيال Dr. Kunitaka Joo هم شتون درلود.
د ډاکټر ناکامورا لور وويل، کوم درد چې دوی لري افغانان يې هم لري او د افغانانو له دغه درد او احساس څخه يې مننه وکړه په خبره هغه کارونه چې له پلار څخه نيمګړي پاتې دي دوی به يې پوره کولو ته دوام وکړي.
دغه راز د يادې مؤسسې مرستيال Dr. Kunitaka Joo وويل، د ناکامورا ماموريت لا بشپړ شوی نه دی زياتوي ياده مؤسسه په جاپان کې دولس زره غړي لري، تر هغې چې ژوندي وي افغانستان کې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
طالبانو ويلي، چې د
تر اوسه ددغه برید مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي و، چې پر ناکامورا برید دوی پورې اړه نه لري په خبره يې اسلامي امارت له هغو مؤسسو سره ښې اړیکې لري، چې په رغنیز ډګر کې فعالیت کوي او دوی د طالبانو لپاره پوځي هدف نه دی.
د ننګرهار ولايت اوسيدونکي، مدني فعالان او مخور حکومت تورنوي چې د ناکامورا په ساتنه کې يې ناغيړي کړې او دا چې نوموړی د جلال اباد ښار په زړه او ولايت مقام په څو سوه مترۍ کې وژل کيږي او قاتلين يې تيښته کوي زياتوي په حکومت کې مهمې وسله والې کړۍ او زورواکي يې په وژنه کې لاس لري چې بايد قاتلين يې ژر پيدا او مجازات شي.
ډاکټر ناکامورا له تيرو شاوخوا لس کلونو راهيسې د ننګرهار ولایت په خيوې، کامې او ځینو نورو ولسواليو کې د اوبو کانالونه بشپړ او خيريه کارونه يې ترسره کول.


