کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۷ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د کابل ادارې د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د اعتراض په ډول ویلي چې د طالبانو او امریکا له روانو مذاکراتو تر هغه مهاله ملاتړ نه کوي، تر څو چې د افغانانو خپلمنځي مذاکرات پیل شوي نه وي.
د کابل نیوز د راپور په اساس، د مشرانو جرګې رییس «فضل هادي مسلمیار» زیاته کړې «د جګړې اصلي اړخونه طالبان او حکومت دي او باید دې دواړو لورو ته د خبرو زمینه برابره شي.»
د مسلمیار په قول، د سولې هغه پروسه چې د افغانستان حکومت پکې ګډون ونلري، افغانستان ته ثبات راوړای نشي.
دې پړاو ته ډیری ناظرین او شنونکي د برخلیک ټاکونکي په نظر ګوري؛ خو ځینې نور بیا د امریکایي لوري لوبو او تزلزل ته په کتو هیڅ نه وایي، او دهغه ساعت انتظار کوي چې اعلان یې وشي.
دقطر دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه مرکه کې ویلي، که دواړه خواوې صلاح شي، توافقنامه به په قطر کې د ۲۳ هیوادونو خارجه وزیرانو په حضور کې لاسلیک، او ترهغې وروسته دبین الافغاني خبرو تر څنګ نور ګامونه واخلي.
د طالبانو او امریکا مذاکرات، چې له کابو نهه پړاوونه یې په بر کې ونیول، د امریکا د ولسمشر له لوري په تېر سپتمبر میاشت کې تر لغوه کېدو وروسته له تېرو دوو ورځو راهیسې بیا ځلې پیل شوي.


















