کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۷ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړی او دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې نن په دویمه ورځ یې هم له امریکایي لوري سره مذاکرات وشول اوسبا به هم ادامه لري.
هغه زیاته کړې، چې ځینو رسنیو یې وینا له سیاق اوسباق پرته را اخیستې او دتحریف په پار یې نشر کړې ده.
شاهین وړاندې لیکي، ما ویلي که چیرې امریکا سره توافقنامه لاسلیک شي نو مونږ به خارجي عسکرو ته له افغانستان نه د وتلو لار ورکوو او دوی به وزي، چې دوتلو په حالت کې به بریدونه نه پرې کیږي.
نن ځینې غربي رسنیو د نوموړي له خولې خبر ورکړی وو چې طالبانو له امریکایانو سره په اوربند موافقه کړې، تر دې وروسته به یو پر بل بریدونه نه کوي، او دا تړون به د طالبانو او امریکایانو ترمنځ وي؛ نه دکابل ادارې سره.


















