(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۸، دوشنبه)
د ايران ولسمشر حسن روحاني وايي، چې روسیه تهران ته پنځه ميلیارده ډالره پور ورکوي چې تر ډيره به په دغه هیواد لګيدلو بنديزونو سره مرسته وکړي.
حسن روحاني پرون د يکشنبې په ورځ د ايران پارلمان ته د نوې بوديجې د وړاندې کولو پر مهال وويل، نوې بودیجه د امریکا اقتصادي بنديزونو ته په پام برابره شوې چې د هغې مقابله پرې وشي.
نوموړي وويل، د روسيې له خوا د ورکول کيدونکي پور څخه به د نوي کال بوديجه کې ګټه واخلي زیاته يې کړه د امريکا د بنديزونو مقابله کې به نور اقدامات هم ترسره کړي.
په ورته وخت کې د ايران تسنیم خبري اژانس په یوه راپور کې ويلي، چې د نوې بوديجې سره به ماليه لوړه او ښايي حکومت خپل ځينې چادیدادونه هم وپلوري.
امریکا په ايران بنديزونه لګولي چې په وروستيو کې په دغه هیواد کې د تيلو د لوړ قيمت له کبله خلکو اعتراضونه وکړل چې په ترڅ کې يې سلګونه کسان ووژل شول او سلګونه نور د حکومت له خوا ونيول شول.


















