هلمند: د ملي اردو او سنګوريانو پر ګډ پوځي مرکز موټربم برید عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۸، دوشنبه)
د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو او سنګوري اربکيانو پر ګډه پوځي قرارګاه موټربم برید شوی چې له کبله يې لسګونه عسکرو ته مرګ ژبله اړولې ده.
دغه بريد نن دوشنبه د لس بجو په شاوخوا کې د یادې ولسوالۍ مربوط په چهاراهي پای سيمه کې ترسره شوی دی.
د نادعلي ولسوال بریالی نظري وايي، په برید کې د ملي اردو سرتيري وژل شوي چې ځينې يې را ايستل شوي او یو شمير نور د تخريب شوې ودانۍ لاندې دي.
د هلمند د والي وياند د ملي اردو پر مرکز دغه برید د مازدا موټر څخه په ګټې اخيستنې ترسره شوی چې بارود پکې ځای پر ځای شوي و.
ښاغلي ځواک په لومړيو معلوماتو کې رسنيو په ياده پېښه کې د ملي اردو اته عسکرو وژل کيدل او دو نورو ټپي کيدل تاييد کړل.
امنيتي سرچينې وايي، په دغه مرکز کې ډيری د ملي اردو او د سنګوريانو په نوم اربکي مليشې اوسيدې چې لسګونه سرتيري پکې وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.
طالبانو د برید مسؤوليت منلی وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، دغه موټر بريد د یوه مازدا موټر څخه په استفاده ترسره شوی چې په وینا يې لسګونه کوماندو عسکر او سنګوري اربکيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.



