(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۸، دوشنبه)
د امریکا دفاع وزير مارک اسپر وايي، په افغانستان د جګړې ختمولو یوازينۍ لاره د سياسي هوکړې ترسره کېدل دي.
مارک اسپر وروسته له هغې، دغه څرګندونې کوي چې نن درېيمه ورځ ده د قطر په مرکز دوحه کې امريکا له طالبانو سره یو ځل بيا رسمي خبرې پيل کړي دي.
نوموړي د فاکس نيوز خبري اژانس ته ويلي، زمونږ ۱۸- ۱۹ کاله کيږي چې په افغانستان کې حضور لرو خو په وينا يې د افغانستان د شخړې یوازينې حل سياسي هوکړه ده، که امریکا، طالبان او د افغانستان حکومت یوې هوکړې ته ورسيږي او ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان به د تروريستانو په امن ځای نه بدليږي، نو ښه لاسته راوړنه به وي.
د اسپر په خبره، چې دغه کار به د امريکا متحده ایالاتو ته اجازه ورکړي څو خپل ځواکونه د هغه دوو هيوادونو لپاره اماده کړي چې له ډيرې مودې راهيسې ترې ګواښ ويني، خو د يادو دوو هيوادونو نومونه يې نه دي اخيستي.
د امريکا دفاع وزير په داسې حال کې له سياسي لارې د افغانستان د جګړې پر ختمولو ټينګار کوي چې دا مهال امریکا له طالبانو سره یو ځل بيا ځنډيدلي مذاکرات پيل کړي دي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پرون وويل، که د امريکا او طالبانو تر منځ په شوې هوکړه لاسليکونه وشي نو طالبان به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لاره ورکړي، او له هغې وروسته به بين الافغاني مذاکرات بيليږي.

