(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۸، دوشنبه)
د روان ۲۰۱۹ ميلادي کال په نومبر مياشت کې سلګونه تنه دولتي منسوبين، عسکر او د بيلابيلو ادارو کارکوونکي طالبانو سره یوځای شوي دي.
طالبانو نن د هغو سلګونو دولتي عسکرو، منسوبينو او د بيلابيلو ادارو کارمندانو نوملړ خپور کړی چې په بیلابيلو ولايتونو کې د طالبانو ليکو سره یوځای شوي دي.
د طالبانو په رسمي ويب پاڼه الاماره کې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی سره د دولت یوځای شويو کارمندانو، عسکرو او پوليسو بيلابيل ډوله لويې او وړې وسلې مخابرې، وسایط او په زياته اندازه مهمات هم طالبانو ته سپارلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د دعوت و ارشاد، جلب او جذب کمېسيون مشرتابه د تسلیم شويو سرتيرو دروند استقبال کړی، جايزې او انعامونه يې ورکړي او د هغوی د دغه عمل ستاینه يې کړې ده.
طالبان وايي، (داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چي نوربه دخپل دین او وطن د خارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي ،ترڅولوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاءاوګمراهیوکرغیړن ټغرټول کړي اودمسلمانانودخوښي یوسوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي دټول افغانان پرې راټول شي).
طالبانو د تسليمېدونکو عسکرو، پوليسو، چارواکو او دولتي منسوبینو لپاره د دعوت او ارشاد په نوم ځانګړی کمېسيون جوړ کړی چې د هغوی په هڅو هره مياشت لسګونه دولتي کارمندان او عسکر خپلې دندې خوشې کوي، یا طالبانو سره یوځای کيږي او یا خپل عادي ژوند پيلوي.
د طالبانو د بريدونو زياتوالي، د عسکرو د زياتو تلفاتو، د معاشونو ځنډيدلو او ورته ډول نورو لاملونو له کبله د پوځ له ليکو د عسکرو د تيښتې او طالبانو ته د تسليمۍ کچه تر بل هر وخت لوړه شوې ده.


















