کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
نن په ترکیه کې د افغانستان په اړه د استانبول پروسې د اسیا زړه کنفرانس روان دی. په دغه کنفرانس کې افغان ولسمشر اشرف غني، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ګڼو هېوادونو استازو ګډون کړی دی.
دا د استانبول پروسې اتم کنفرانس دی، چې شپاړس ملاتړي هیوادونه او دولس سیمه ییز او نړیوال سازمانونه پکې ګډون کوي.
په غونډه کې به په افغانستان کې پر روان وضعیت، سوله او نورو مسایلو خبرې وشي. د ترکیې حکومت تر دې وړاندې ویلي وو چې په دې غونډه کې تر ډېره پر سوله او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کېږي.
د ګډ حکومت مشر اشرف غني د یو لوړ رتبه هیئت په ملتيا پرون په دغه غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی دی.


















