ع. عزام
هغه څوک چې سیرت یې مطالعه کړی وي، هغه ته ښه معلومه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اکا ابو طالب د هغه سره څومره ښېګڼې کولې او د هغه یې څومره قدر او احترام کاوه. تر څو چې ابو طالب ژوندی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې آزاد ژوند کاوه او هیڅ یو مشرک ورته څه نه شو ویلی، خو کله چې ابو طالب ومړ، مشرکینو پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت کړۍ راتنګه کړه؛ ډول ډول تکلیفونه به یې ورکول تر داسې چې محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې څخه د طائف تګ ته مجبور شو.
کله چې ابو طالب وفات کېده، د تفسیر بغوي مصنف د لاندې راتونکي آیت په تفسیر کې لیکي چې رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم ورته راغی او ابو جهل او عبدالله بن امیة المغیرة مشرکین یې د هغه خواته ناست ولیدل. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته فرمایل: ((ای تره! لااله الاالله ووایه، دا به د الله تعالی پر وړاندې ستا د شفاعت لپاره زما دلیل وي)) خو ابو جهل او عبدالله بن امیة المغیرة د ځنکدن په حالت کې هم د هغه له بې لارې کولو لاس وانه خیست او ورته ویل یې: ((آیا ته د عبدالمطلب له ملت څخه اوړې؟)) رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسلسل ډول دا پورتنۍ خبره ورته تکرارول، خو ابو جهل او عبدالله بن امیة به ترې ګرځاوه او همدا پېغور به یې ورکاوه چې ته دې د پلار عبدالمطلب ملت پرېږدې؟ آخرې نتیجه دا شوه چې ابوطالب وویل: ((علی ملة عبدالمطلب)) د عبدالمطلب پر ملت یم او نفس یې وخوت. هله رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
((والله لاستغفرن لک ما لم اُنهَ عنک))
په الله قسم ای تره! زه به په مسلسل ډول تاته له الله تعالی څخه مغفرت غواړم، تر هغه وخته چې ترې منع شوی نه یم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې دا وویل، الله تعالی دا آیت نازل کړ:
مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَن يَسْتَغْفِرُواْ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُواْ أُوْلِي قُرْبَى مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ(التوبة:۱۱۳)
«له پیغمبر او هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی دی، نه ښایي چې د مشرکانو لپاره د بښنې دعاوې وکړي اګر که هغه د دوی خپلوان هم وي، کله چې دوی ته دا خبره روښانه شوې ده چې هغوی د دوزخ وړ دي.»
نوم اخیستل به یې مناسب نه وي، خو دلته ډېر کسان شته چې د هیواد په کچه پوهاندان یادیږي، خو د ناکامورا له مرګ وروسته یې په فیسبوک کې د هغه یو ډول فاتحه اخیستې او له خلګو یې غوښتي چې هغه ته د مغفرت دعاګانې وکړي. دا سمه خبره ده چې ناکامورا د دې هیواد له کړېدلو خلګو سره ډېره ځواني او مرسته وکړل، نه هېرېدونکي خدمتونه یې پرته له کوم عوض وکړل، خو آخر هغه یو مشرک ومړ. مانا دا نه چې نېکي او کړنې دې ونه ستایل شي او یا دې هم احسان ونه منل شي، نه ، د یو چا د نېکۍ او احسان اعتراف باید وشي که څه هم محسِن یو کافر انسان وي، همدا نبوي سیرت او خصلت و، بلکې دا مانا چې د هغه سره د خواخوږۍ په ښودلو کې له اسلامي حدودو تېری ونه شي او برالا د شریعت د صریحو نصوصو مخالفت ونه شي، لکه څنګه چې پورتنی آیت د یاد عمل پر کړنه په صراحت سره دلالت کوي.
یاربه! ته ستا د نیغې لارې هدایت رانصیب کړې.


















