پاکستانۍ رسنۍ: د مذاکراتو ښکیلې خواوې په ټولو مواردو توافق ته رسېدلي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۸ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
یو شمېر پاکستاني رسنۍ وایي، طالبان او امریکایي لوري پر ټولو مواردو هوکړې ته سره رسېدلي دي.
د مذاکراتو ښکېلیو سرچینو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې پر ټولو مواردو هوکړه شوې ده اوس د هوکړې د لاسلیک د نېټې پر مشخصولو کار روان دی.
سرچینې زیاتوي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر له طالبانو سره ددوی د سرتېرو د شمېر او ځایونو په اړه معلومات شریک کړي دي او دواړو لوریو په اوربند هم هوکړه کړې ده.
پاکستاني رسنۍ ویلي، د ټرمپ تر سفر وروسته په افغانستان کې پر طالب وسله والو د امریکایي ځواکونو په بریدونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د طالب او امریکایي مرکچیانو دامذاکرات برخلیک ټاکونکي بلل شوي، تمه ده چې راتلونکو دوو اونیو کې د دواړو خواوو ترمنځ د ګڼ شمیر هیوادونو خارجه وزیرانو په موجودیت کې بشپړه شوې مسوده لاسلیک شي.



