کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ترکيې اولسمشر رجب طيب اردوګان وړمه ورځ د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د وينا پرمهال ويلي دي، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ روانې مشورې بايد يوه رښتيني هدف ته ورسيږي او په دې اړه د کېدونکو پرېکړو پلي
کول اړین دي.
د نوموړي په خبره موږ بايد په اسلامي نړۍ کې خپل قوتونه سره يو ځای کړو او ترکيه چمتو ده، چې په دې اړه له اسلامي هېوادونو سره خپلې تجربې شريکې کړي.
د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوګان په وينا زموږ اساسي هدف د نړۍ په هر ګوټ کې د مسلمانانو ستونزې حل کول دي.
اردوګان زياته کړه: ۲۱ سلنه( ۳۵۰ ميليونه) مسلمانان د فقر تر کچې ښکته ژوند کوي.
د نوموړي په خبره د مسلمانانو د بډايو او بې وزلو هېوادونو ترمنځ ډېر زيات توپير دي او که ټول بډايه مسلمانان خپل زکاتونه ورکړي، په اسلامي نړۍ کې به هېڅ نادار پاتې نه شي.
















