کمېسيون ته د ثبات او همپالنې ډلې ګواښ: د رايو له تفتیش وړاندې پايلې اعلان نه کړئ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم وایي، ترڅو پورې چې په ټولو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې بهير بشپړ شوې نه وي کمېسیون دې لومړنۍ پایلې نه اعلانوي.

د یاد انتخاباتي ټيم یو غړي “فضل احمد معنوي” چې نن يې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وويل که یو ولایت هم پاتې وي، د پایلو اعلان غیر قانوني او دوي ته دمنلو وړ نه دی او دوی د ټاکنو له کمېسیون څخه هیله لري چې دا ستره تېروتنه و نه کړي.

دمعنوي په خبره که د تقلب په تړاو د اولس غږ ته چا غوږ ونه نیوه، خلک به یې په ضد ودرېږي. نوموړي ټینګار کړی دی چې یوه تقلبي رایه هم ورته د منلو نه ده او خبرداری یې ورکړی دی چې که له دې وروسته هر څه پېښېږي مسؤليت به یې د انتخاباتو د کمېسیون په غاړه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button