(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۹، سه شنبه)
د امریکا مشرانو جرګې قضايي جرګګۍ وايي، چې د ټرمپ کړنو امریکا له ګواښ سره مخ کړې او د ګوښه کېدو لپاره يې بايد چټک اقدامات واخيستل شي.
د دغه جرګګۍ مشر جيرولډ نادلر پرون د استماعيه غونډې پر مهال وويل، د ټرمپ د استيضاح لپاره بايد جټک ګامونه واخيستل شي ځکه په وينا يې نوموړي د امریکا ټاکنې او ديموکراتيک نظام له خطر سره مخ کړی دی.
هغه وويل، هرڅه روښانه دي، د ټرمپ د سرغړونو ډير ثبوتونه موجود دي په خبره يې د مشرانو جرګې قضايي جرګګۍ به د ټرمپ د ګوښه کېدو لپاره خپل اجرآت لا چټک کړي.
د امريکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ تور لګيدلی چې له خپله واکه يې ناوړه ګټه اخيستې ده.
تر دې مخکې هم د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ويلي و چې یاده جرګه به په رسمي توګه د ټرمپ د استیضاح پروسه پيل کړي.


















