یوناما: میلیونونه افغان ماشومان له بشري حقونو بې برخې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۹، سه شنبه)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره (یوناما) وايي، چې لا هم ميليونونه افغان ماشومان له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې دي.

یوناما د ليندۍ په ۱۹ نن د سه شنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې بشري حقونو ته د افغان ماشومانو د نه لاس رسي په اړه اندېښنه ښودلې زياتوي چې په دغه هيواد کې جګړې، تاوتريخوالی او جنسي زور زياتی هغه ستونزې دي چې د ماشومانو د ژوند ښه کيدو په برخه کې د پرمختګونو سره سره هم افغان ماشومان ورسره لاس اوګريوان دي.

په اعلاميه کې راغلي، که څه هم افغان ماشومانو ته تر يوې اندازې د تعليم زمينه برابره ده خو بيا هم د زده کړو، روغتيايي خدمتونو، د تفريح او د ژوند په نورو چارو کې له ستونزو سره مخ دي.

یوناما دغه راز زياتوي، چې افغانستان کې په ګڼ شمير ماشومان د جګړې په ليکو کې ګومارل کېږي چې وخت ناوخت د جنسي تاوتريخوالي سره مخ کيږي.

د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه اندېښنه ښودلې او له حکومت او فعالو بنسټونو يې غوښتي چې د قربانيانو د ستونزو اوريدلو ته بايد لومړيتوب ورکړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button