کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۹ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین وایي، موږ په ټولو چارو کې له امریکایي لوري سره هوکړې ته رسیدلي یو، ممکن د نوي کال له پیل دمخه له واشنګټن سره تړون لاسلیک کړو.
د افغان خبري سرچینو په حواله، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهيل شاهین وویل، د متحده ایالاتو او طالب استازو په ټولو مسئلو هوکړې ته رسیدلي او اوس پریکړه کوي چې دغه تړون څه وخت او چیرې لاسلیک شي.
امریکا د دې اونۍ په سر کې له طالبانو سره خبرې پیل کړې، د خبرو اصلي اجنډا د تاوتریخوالي کمول و، ترڅو د دواړو خواوو ترمنځ اوربند ته لاره هواره شي.
دغه خبرې کابل ته د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوه ورځني سفر وروسته پیل شوې.
امریکایي استازو هم ویلي چې دوی په وروستیو تخنیکي مواردو بحث کوي، ژر به د توافقنامې د لاسلیک ځای او موده مشخصه شي.


















