امريکايي سناتور: د ناټو سازمان د جوړښت موخه د وسلو خرڅلاو ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا د متحده ايالاتو د ‘ویرجینیا’ ایالت یو مخکښ سناتور ریچارډ بلک ویلي چې د ناټو سازمان د وسلو د خرڅلاو په موخه رامنځ ته شوی دی.
نوموړي، چې څه موده یې ناټو کې د یو افسر په توګه هم دنده تر سره کړې ده، ویلي: ناټو سازمان د دې لپاره منځ ته راغلی چې خپلې وسلې وپلوري او په خبره یې د دې سازمان د پاتې کېدو یوازینی لامل له پخواني شوروي اتحاد ( اوسنۍ روسیې) سره دښمني ده.
بلک ویلي، ټرمپ ځکه د دې سازمان د فلجېدو په اړه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون پر خبرو توند غبرګون ښودلی دی، چې ټرمپ هم دې سازمان ته د وسلو د بازار په سترګه ګوري. او نه غواړي چې دی د وسلو پلورلو لپاره دا بازار له لاسه ورکړي.



