غورځنګ
تېر ځل چې امریکا له طالبانو سره مذاکرات پيل کړل نو افغانان، سيمه اييز هېوادونه او ان تر دې چې نړيوال هېوادونه هم ورته ډېر زیات خوشبين وو، ځکه چې د افغانستان اوږدې جګړې او کشالې ته د سولې او مذاکراتو له لارې د حل کېدو او ختمېدلو اميدونه او هيلې راوټوکېدلې او ان تر دې پورې چې ټولو خواوو د راتلونکې سولې په باب خوښي څرګنده کړه او له سولې سره يې خپله بسياري مينه او محبت وښودلو.
خو له بده مرغه دغه مذاکرات د امريکا د ټرمپ له لوري لغوه اعلان شول، که څه هم د سولې او مذاکراتو له لغوه کېدلو سره امریکا ته هر اړخيز زيان ورسېده خو بيا هم هغه څوک چې سولې او مذاکراتو ته هيله مند وو؛ بې هيلې او نا اميده شول او هغه څوک چې د افغان کشالې پر سوله ييز حل يې باور درلودلو، يو ځل بيا پرې ناهيلي خپره شوه.
بل خوا د کابل ادارې هم د سولې د سبوتاژ کولو لپاره دريغ ونه کړ او هر اړخيزې هلې ځلې يې وکړې.
خو تقريباً درې مياشتې وروسته کله چې د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو نتيجه ورنکړه او لا تر اوسه يې هم جنجالي پايلې بې اعلانه پرتې دي او ورځ تر بلې پکې جنجالونه ډېرېږي؛ نو امريکا يو ځل بيا سوله ييز حل ته راوړاندې شوه او دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ څو ورځې وړاندې په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی او همدلته په کابل کې د حالاتو تر څارلو وروسته وويل چې له طالبانو سره بايد يوې هوکړې ته ورسېږو.
خو بل لورته هغه خلک چې تېر ځل سولې ته هيله مند وو او خورا زیات خوښ وو چې د افغانستان کشاله سولې او خبرو ا ترو له لارې حل شي؛ اوس چندان خوښ نه برېښي، داسې نه چې افغان سولې ته خوشحاله نه دي بلکې ددوی د ناخوښۍ وجه او لامل دا دی چې پر امريکا باور نه لري، دامريکا هغه ستراتيژۍ چې له مخې يې ټول ملتونه غولوي او د سولې تر نامه لاندې اکثره د غولونې پروسې پر مخ بيايي؛ نړيوال او سيمه اييز هېوادونه پر امریکا بې باوره کوي.
شنونکي په دې اړه شک ښيي چې هسې نه امريکا بيا له سولې تېښته وکړي، که څه هم د سولې په تړاو مسوده د دواړو لوريو د لوړپوړو استازو له لوري به مشترک ډول جوړه شوې او تياره شوې ده، خو بيا هم دغه مسوده امریکا د خپل حيثيت لپاره زيان بولي، او امریکايي لوری فکر کوي چې هغه طالبان چې نولس کاله مخکې موږ ورته د ځمکې پر مخ ځای نه ورکاوه، نن څنګه د دې وړ شول چې له موږ سره په داسې حال کې سوله او مذاکرات کوي چې سره کرښه يې زموږ د ځواکونو وتل دي.
نو ځکه خو لا اوس هم په امریکا باندې داسې شکونه کېږي چې هسې نه بيا په سوله کې امريکا لغته ووهي. چې دا ځل به نو افغان جګړه يوه خونړي حالت ته ننوځي. هر لوری به اخري ځواک استعمال کړي، هر لوری به د خپل ځان د بريالي او کامياب ښودلو لپاره خپل پوره او بشپړ زور وازمايي.
خو بيا هم که امريکا هر څومره د جګړې هڅه وکړي، خو له افغانستان څخه وتلو به اخر هم مجبورېږي لکه څنګه چې اوس مجبوره ده، ځکه چې د امريکا په خلاف دافغان ولس کرکه ورځ تر بلې زیاتېږي ان تر دې چې دامريکا له لوري پر افغان ولس د تپل شويو غلامانو له لوري انتخاباتو سره هم سږ کال ټول ولس په قطعي شکل پرېکون اعلان کړ او انتخابات يې تحريم کړل.
دغه شان نه يوازې دافغان ولس بلکې د سيمې او ګاونډيو کرکه هم په افغانستان کې دامريکا له حضور سره ورځ تر بلې زياتېږي او هر وخت له امريکا څخه غوښتنه کوي چې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي.
بل لورته دوه لوی اسيايي قوتونه (چين او روسيه) هم په افغانستان کې د امريکا نظامي حضور د خپلو ځانونو او خپلو هېوادونو لپاره لوی خطر ګڼي او په خلاف يې هر وخت خپل غږ پورته کوي، نو ځکه خو اوس امريکا غواړي په هر صورت له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.