کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۹ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د ډاکټر ناکامورا له مرګ وروسته په کابل کې د جاپان سفارت ویلي، په ننګرهار او نورو سیمو کې به هغه پروژې بشپړې کړي، چې وژل شوي ډاکټر ناکامورا پیل کړې وې.
د جاپان سفیر«میتسو جي سوزاکا» وايي، ناکامورا له شااوخوا دوو لسیزو راهیسې د افغانستان په ختیځ کې د کرنې په برخه کې ډېرې پروژې پلې کړې او پر ځینو یې اوس هم کار روان دی.
دی وايي، ناکامورا له خلکو سره ښې اړیکې پاللې او جاپان هېواد به د هغه د فکر له مخې د هغه له خوا پیل شوې پروژې بشپړې کړي.
ناکامورا په لومړیو کې د روغتیا په برخه کې د خلکو خدمت کاوه، وروسته یې د ننګرهار په کامې، ښېوې، دره نور او بهسودو ولسوالیو او دغه راز د کونړ په ځینو سیمو کې د اوبو د مهارولو او له لارې یې د زرګونه هکتاره ځمکو جوړولو او خړوبولو چارې پر مخ وړې دي.
ناکامورا نږدې یوه اوونۍ وړاندې په جلال آباد ښار کې د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل شو، طالبانو د نوموړي په وژنه کې لاس لرل رد کړل، او دایې د افغانستان د ښیرازۍ په روان فصل یو بې رحمه وار وباله.


















