کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
پرون په خواله رسنيو کې يو خبر کښته پورته کېده، چې د حزب اسلامي ګوند شاوخوا اويا لوړپوړو غړو د ګوند له مشر ګلبدين حکمتيار څخه خپله لاره جلا کړې ده.
نن د انجينر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند منلې، چې د ګوند يو شمېر غير مهم غړي ترې جلا شوي دي.
خو د راپورونو په اساس په دغو کسانو کې د پکتيا پخوانی والي او د حکمتيار د امنيت مشر قومندان جمعه خان همدرد، فاروق وردګ، محمد زمان مزمل، وحيدالله سباون، محمد امين کريم، مولوي سرفراز جانباز او لسګونه نور لوړپوړي حزبیان شامل دي.
د حزب اسلامي د اجرائيه شورا غړي همايون جرير نن په دې تړاو رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې دغه خلک د څوکۍ بایللو له امله له حزب څخه جلا شوي او په وينا يې ډېر مهم خلک هم نه دي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ هم يو شمېر کسانو د انجينرګلبدين حکمتیار څخه لاره جلا کړې وه او د حزب اسلامي په نوم یې جلا ګوند اعلان کړی و.


















