کابل ټکی کام (جهارشنبه، ۲۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا د کانګرس قضايي جرګګۍ په ولسمشر ډونلډ ټرمپ رسماً په دوه قضیو کې تورونه ولګول، چې په دې سره د ټرمپ استيضاح ته لار پرانيستل کيږي.
د قضايي جرګګۍ مشر ‘جیري نډلر’ پر ښاغلي ټرمپ له واکه د ناوړه ګټې اخيستنې تور پورې کړی دی او غه راز یې د کانګریس پر وړاندې د خنډونو جوړولو يادونه هم کړې ده.
ویل کېږي ولسمشر ټرمپ د خپل سیاسي سیال جو بایډن د ځپلو لپاره د اوکراین له ولسمشر ‘ولادمیر زېلېنسکي’ غوښتي و چې د بایډین او د هغه د زوی پر ضد د فساد قضیه پرانیزي، او د دې کار د نه کولو په صورت کې ټرمپ ګواښلی و چې پوځي مرستې به پرې بندې کړي.
ولسمشر ټرمپ د ګانګريس د قضايي جرګګۍ د تورونو په اړه خپل غبرګون کې ویلي چې ‘هېڅ ناسمه کړنه ‘ یې نه ده کړې او دده پر وړاندې د استيضاح دغه ټول بهیر ‘لیونتوب ‘ بولي.
که روانه اوونۍ د استازو جرګې قضايي جرګګۍ دغه موضوع تایید کړي، رایې اچونې ته به وړاندې شي او که د جرګې غړي یې د رایو په اکثریت تایید کړي، له مخې به یې مشرانو جرګه د ولسمشر استیضاح پیلوي. تمه کيږي، چې د قضایي جرګګۍ له تاييد وروسته د رايې اچونې په بهير کې هم تائید شي، ځکه چې د کانګريس ډېر غړي د ديموکرات ګوند څخه دي.


















