اصغر افغان يو ځل بيا د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکـل شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلی فرهان یوسفزی ویلي د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان له دې وروسته د راشدخان پر ځای د ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر دی او راشدخان به ورسره د مرستیال لوبډلمشر په توګه دنده پر مخ وړي.
د یادونې وړ ده چې په روان ۲۰۱۹م کال کې دا درېيم ځل دی، چې د کرکټ بورډ له لوري د افغان ملي لوبډلې لوبډلمشران بدليږي، لومړی ځل له نړيوال جام مخکې د اصغر افغان پرځای ګلبدين نائب کپتان وټاکل شو.
خو د نړيوال جام له پای ته رسېدو وروسته ګلبدين نائب ګوښه او پرځای يې راشد خان لوبډلمشر شو؛ خو له بنګلدیش او ویسټ انډيز سره تر سيالیو وروسته دا دی يوځل بيا راشد خان ګوښه او پرځای پخوانی لوبډلمشر اصغرافغان ټاکل کيږي.



