لیکوال: خالد ځدراڼ
څو ورځې وړاندې د طالبانو د سیاسي ډګر ویاند ښاعلی سهیل شاهین وویل، کله چې زموږ او امریکایانو ترمنځ د سولې لیکلي توافقنامه لاسلیک شي موږ به امریکایانو ته د وتلو لار ورکوو او پر دوی به بریدونه نه کوو، ددې خبرې په کولو سره ټامي ذات خولې خلاصې کړې چې طالبانو د امریکایانو سره اوربند وکړ داخلي عسکر وژني، دلته افغان وژنې ته چل دی.
اصل څه وو؟ طالبانو په بار، بار ویلي چې د افغانستان جنجال دوه جهته لري یو خارجي بل داخلي جهت، دوی وایي کله چې د خارجي لوري سره خبره خلاصه شي بیا به داخلي طرف سره د خبرې مېز ته کېنو او په داخلي اوربند به هم په داخلي (بین الافغاني) ناستو کې خبرې کیږي.
نن کله چې په باګرام امریکایي اډه برید وشو او برید لا دوام لري طالبانو یې مسؤلیت هم ومانه زیاته کړي یې ده، چې په برید کې مو لسګونه داخلي او خارجي عسکر وژلي او لا مو سر تیري ددوی په وژلو بوخت دي.
نو سمدستي هغو خولې بغارې شروع کړې چې پرون د امریکایانو سره پر اوربند ترې د مخلفت شعارونه راوتل وایي دا وینئ؟ طالبان سوله نه کوي، دغه دی نن یې اوربند بیا مات کړ نن بیا د امریکایانو په اډه ننوتلي اشغالګر وژني او ځینې د جاسوسې شبکې خبریالانو خو له سهاره راهیسې په طالبانو کې د بې اتفاقۍ میسجونه ورکول، ویل به یې چې د طالبانو نظامي ځواک د خپلو سیاسي مشرانو د امر پابند نه دی، نظامیانو ددې برید په کولو سره روښانه کړه چې موږ د امریکایانو سره اوربند نه منو!!
که لږ هم سړی عقل ولري او کوپړۍ کې یې شګې نه وي نو دا خبره تر لمر روښانه ده چې تر اوسه د خارجیانو سره نه اوربند شوی او نه هغه توافقنامه لاسلیک شوي کومه توافقنامه باندې چې پوره ۹ میاشتې طالبانو او امریکایانو ګډ کار کړی، بریدونه له خارجي لوري هم شروع دي او طالبان هم د خپل انتقام په پار پرې بریدونه کوي او د سور مخو بدبویه غوښې باد، باد کوي. کله چې توافقنامه لاسلیک شي، امریکایان د عسکرو وتل پیل کړي او طالبان د خارجي طرف سره د اوربند اعلان وکړي بیا که د طالبانو له لوري کوم ګوزار پر امریکایي عسکرو وشو هلته طالب ملامت دی هغلته ویلی شو چې طالب د سولې مخلف دی او نه غواړي چې سوله راشي.
داخلک چې بې بنیاده خبرې کوي او رنګارنګ تشویشونه خپروي اصلا دوی د سولې مخالف دي، دوی په ډیرو خامو دلایلو سره د سولې په لار کې خنډ جوړول غواړي، دوی غواړي چې دلته جګړه اوږده کړي، جنګ کې یې ګټې دي او کورنۍ یې به خارج کې په امن ژوند کوي، بجیان یې د غرب له رنګینیو خوند اخلي، خو ان شاء الله ددوی ارمانونه به له خاورو سره خاورې کیږي سوله به راځي او د اشغال لمن به ټولیږي.
ان شاءالله
د یوه لوی او پرامن افغانستان په هیله
















