کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ ليندۍ، ۱۳۹۸)
د افغانستان په شمال کې د باميان ولايت سیمه ایز چارواکي وايي د سه شنبې په ورځ په دغه ولايت کې د کورني تاوتریخوالي له امله یوه سړي د خپلې ښځې پوزه او د لاسونو رګونه پرې کړي دي. دغه میرمنه اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د چارواکو په خبره ياده پيښه د تيرې سه شنبې په شپه د “یکاولنګ” په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د ښځو چارو د ریاست مسئولینو رسنيو سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه سړی په پوليسو کې دنده درلوده د شپې پر مهال د خپل خسر کورته ورغلی او له خپلې ښځې سره يې دغه ناوړه عمل ترسره کړی دی.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان او په ځانګړي ډول شمالي ولايتونو کې دا ډول پيښې ډيرې رامنځته کيږي.

















