کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
په اسرائیلو کې د ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره د پارلمان له خوا دټاکل شوې نیټې له پای ته رسیدو وروسته ، خلک د درېیم ځل لپاره د رایو ورکولو ته چمتوالی نيسي.
دا په روان کال کې درېیم ځل ټاکنې دي چې ترسره کيږي، لومړنی پړاو ټاکنې په تېره مارچ مياشت کې هغه مهال لغوه شوې کله چې وزير اعظم نتنياهو د کابینې په جوړولو کې پاتې راغی.
ټاکل شوې ده چې درېيم پړاو ټاکنې به د درې مياشتو په موده کې دننه ترسره کيږي.
ديادونې وړ ده چې دوهم پړاو ټاکنې د ایتلافي حکومت جوړولو کې د اسراییلي ګوندونو له پاتې راتلو وروسته لغوه شوي وي.

















