پاکستان: بلوچستان کې د ترافیکي پیښې له امله ګڼو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکى کام (جمعه، ۲۲ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

نن جمعه(۱۳ډسبمر) سهار وختي د بلوچستان ايالت په قلعه سیف الله سيمه کې د ټرافیکي پيښې له امله ګڼ شمېر مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ځینې راپورونو له مخې پېښه کې۱۵ کسان وژل شوي او یوشمېر ټپیان هم دي، ویل کېږي چې پېښه د پیکپ موټر او مسافر وړونکي بس د ټکر له امله رامنځ ته شوې دې.

تر اوسه د پېښی لامل معلوم نه دی ؛ خو ځايي چارواکي وايي، پیکپه له ایراني تیلو ډکه وه او ښايي اور هم له له همدې امله لګېدلی وي.

د ځایي چارواکو په خبره د زیاتو سوځېدو له امله قربانيان له پيژندګلو وتلي دي، خو موټر کې سپاره مسافر اکثر د ډرېره غازي خان، لورلايي او کوئټې ښودل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button