طالبان: د قطر خبرې د بګرام د بريد له امله نه، بلکې د دوی په غوښتنه ځنډول شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د زلمي خلیلزاد هغه څرګندونې رد کړې، چې له طالبانو سره يې د سولې خبرې د بګرام برید له امله د لنډې مودې لپاره ځنډولي دي.

ښاغلي سهيل شاهين ويلي، دغه خبرې د دوی په غوښتنه له خپلو مشرانو سره د سلامشورو لپاره د لنډې مودې لپاره درول شوي دي.

نوموړي وويل چې د خبرو پرمهال امريکايي پلاوي د بګرام د بريد يادونه وکړه، خو په مقابل کې يې موږ د ړندو بمباريو، شپنيزو چاپو او بې پيلوټه بریدونو يادونه وکړه، چې هره ورځ پکې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د يادونې وړ ده، چې د چهار شنبې په ورځ طالبانو د بګرام پر امريکايي پوځي اډې له موټربم وروسته ډله ييز برید وکړ، چې نږې څوارلس ساعته يې دوام وکړ او طالبانو په خبره لسګونه بهرنیو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم له بريد وروسته ځینو سياسي شنونکو اندېښنه ښکاره کړې وه، چې کيدای شي يوځل بيا د سولې خبرې زيانمنې شي؛ خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له برید وروسته هم د سولې د خبرو د دوام خبر ورکړی و.

مربوطه مطالب

Back to top button