بدخشان: یو واورین پړانګ په ټپي حالت کې نيول شوې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

له بدخشان ولايت څخه راپورونه وايي چې د يا ولايت د درواز بالا په “ورفد” کلي کې د سیمې اوسېدونکو ادعا کړې چې يو واورین پړانګ يې په ټپې حالت کې نيولی دي.

د سیمې اوسېدونکو په حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره له دوی سره په اړیکه کې شي او ټپي شوی پړانګ د درملنې لپاره کابل ته وليږدوي.

د يادونې وړ ده چې دغه نسل پړانګان په افغانستان او سيمه کې کم پيدا کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button