(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۳، شنبه)
د افغانستان جنګ دخپرو شويو اسنادو په اړه د امريکا یوه پخواني پوځي چې افغانستان کې يې دنده کړې غبرګون ښودلی او دغه جګړه يې بې ګټې او درواغجنه بللې ده.
دغه امریکايي پوځي وايي، چې له ۲۰۱۴ بيا تر ۲۰۱۵ کال پورې يې افغانستان کې د ميرین عسکرو کې دنده کړې زياتوي کله چې د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ کې يوه ورځ له خوبه پاڅيدم زمونږ د ماموريت نوم قاطع ملاتړ شوی و خو واقعيت نه و بدل شوی.
هغه وايي، یوازې همدومره بدلون راغلی و چې کله به مو عمليات کول نو د کاغذ پر مخ به مو لیکل چې دا عملیات افغان عسکر رهبري کوي خو په حقيقت کې عملیات او رهبري ټوله امریکايي عسکرو کوله.
نوموړی پوځي وايي، دا یو څرګند درواغ ول ځکه چې افغان اردو په بشپړه توګه په فساد ښکيله، فلج او د هيڅ ډول نظامي عملياتو د رهبرۍ وړتيا يې نه لرله.
دغه امریکايي پوځي له واشنګټن پوسټ څخه مننه کړې چې د يادې درواغجنې جګړې اسناد يې خپاره کړي او هيله يې څرګنده کړې چې له دغه اسنادو بايد مثبته ګټه واخيستل شي او د دغه بې ګټې او درواغجن جنګ پر ځای یو رښتنی بحث وکړو څو جګړه ختمه شي.


















