ملګري ملتونه: اروپا کې د پنا غوښتونکو زيات شمېر افغانان دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د پناه غوښتونکو په اړه د لومړي نړیوال کانفرانس پر مهال د ملگرو ملتونو د مهاجرت ادارې ویلي چې اروپا کې د پناغوښتونکو زيات شمېر د افغانستان وګړي دي. دې ادارې د افغان مهاجرینو او بېځایه شویو د لاس نيوي او ملاتړ غوښتنه کړې ده.
ددې ادارې ویاند بابر بلوچ، په ژنیو کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې اوسمهال په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو ډېر شمېر افغانان دي چې هیواد کې يې د امنیتي وضعیت د خرابۍ په وجه اروپا ته مخه کړې ده.
د ملگرو ملتونو سازمان د مهاجرت د ادارې د راپور له مخې په ټوليز ډول ۴.٦ میلیون افغانان له خپلو مېنو بیځایه شوي دي. په دغو ارقامو کې ٢.٧ ميلیون رسمي مهاجرين له افغانستان بهر او شاوخوا دوه میلیونه په کور دننه بیځایه شوي افغانان شامل دي.
د ښاغلي بلوچ په خبره په کور دننه د بېځايه شويو اړتياوو ته د لاس رسي په موخه افغان حکومت او له هیواده بهر مهاجرينو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه کوربه هيوادونه، نړيوالو مرستو ته اړتیا لري.
بلوچ وویل: ” د دغو مهاجرينو په څلورو کې درې یې له ۲۵ کلونو کم عمرونه لري، چې د افغانستان راتلونکې او د هیواد د پرمختگ لپاره د هغوی رول حیاتي دی؛ خو د دې لپاره چې دا ډول رول ولوبولی شي، نړيوال یې بايد لاس نيوی او ملاتړ وکړي.”



