مايک پامپيو پر عراق د ايران راکټي بريد غندلی او د ځواب ګواښ يې کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د ايران له خوا هغه راکټي بريدونه غندلي چې د عراق پلازمينې بغداد يوه هوايي ډګر ته څېرمه يې تر سره کړي دي.

پمپيو ايران ته خبرداری ورکړی، چې که په دغه هيواد کې ميشتو امريکايې فوځيانو او يا يې عراقي ملاتړو ته تاوان ورسيږي سخت ځواب به ورکړي.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي:” امريکا د ايران له لورې ياد بريدونه په سختو ټکو غندي او نور بايد د ايران دغو شيطاني او پارونکو کړنو ته د پای ټکی کيږدو.”

دغه راز مايک پامپيو له هغو کورنيو سره خواخوږي هم ښودلې چې په دغو بريدنو کې ورته مرګ ژوبله رسيدلې.

ښاغلي پمپيو د خپل ټويټ په وروستۍ برخه کې ليکلي:” هر څوک چې دا ډول کړنې کوي د نړۍ امنيت ګواښي او بايد سزا وويني.”

د راپورونو له مخې تېره دوشنبه د ايران دسپاه پاسدان ځواکونو له خوا د عراق پلازمينه بغداد کې هغه هوايي ډګر په نښه شو چې امريکايي ځواکونه په کې ميشت دي امريکا ويلي بريد کې يې پوځيانو ته مرګ ژوبله نه د اوښتې خو ۵ عراقي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button