شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

آیا افغانان په دې نه پوهیږي؟

ح جلال نشرونکی: ح جلال
دسمبر 14, 2019
کټګوریانې: تبصرې
0
20
ځلې شریک شوی
250
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ډاکټر یوسف اکبري

ښاغلی غبرګ عبدالله صاحب! يوڅو پوښتنې لرم چې دا په اصل کې د ټولو افغانانو پوښتنې دي؛ هيله لرم چې په سړه سينه يې ولولې او ژور فکر پکې وکړې. ښاغليه! له تاسو او ګردې نړۍ نه پټه نه ده، چې افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړې، ډېر وځورېدل، وکړېدل……له قربانيو يې امريکا، انګلستان، ګاونډيانو او ټولې نړۍ ګټې پورته کړې، ډېر بې درېغه استعمال شول او دا سلسله لا روانه ده، نو:

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

ـــ آيا دا هغه قربانۍ نه دي چې قېمت يې دې ځورېدلي ولس ادا کړ او ګټې يې تاسو غوندې جنابان تر اوسه پورته کوي؟.

ـــ امريکايان چې ستاسو غوندې د جنابانو په اوږو سپاره کابل ته راننوتل؛ آيا تاسو دا زرين فرصت (؟) د يو ځانګړي قوم نه بلکې د يوې ډلګۍ او يا ټلوالې د څو محدودو نازولو په ګټه استعمال نه کړ؟.

ـــ ددې نوي لاسپوڅي حکومت په هرې نظامي او ملکي ادارې، هر بنسټ، وزارت، رياست…..کې ستاسو د همدې محدودو نازولو خپلوان او پلويان تاسو ونه ګمارل، چې نه کومه وړتيا لري او نه استعداد؟.

ـــ آيا هغه اداري فساد چې په تاريخ کې ساری نه لري او افغانستان يې په نړۍ کې د بدنامۍ څوکې ته و رساوه؛ ستاسو همدا پلويان او نازولي پکې ککړ نه دي؟.

ـــ آيا تاسو د افغان ولس د ګټو په ځای د همدې محدودو نازولو ګټو ته ترجېح نه ورکوئ؟.

ـــ آيا ستاسو انحصارطلبي او شخصيت پرستي ددې لامل نه دی چې د تاريخ درانه او پتمن افغانان په ګردې نړۍ او په ځانګړې توګه له کينه کښو ګوانډيانو سره سپک او خوار ګڼل کېږي؟.

ـــ آيا ستاسو انحصار طلبي او تنګ نظري ددې باعث نه شو چې د افغانستان دښمنان په يو موټي افغانانو کې ناوړه قومي تعصب او نژاد پرستۍ ته لمن ووهي؟.

ـــ آيا ستاسو له سيوري لاندې جنابانو په افغانستان کې د افغانستان په خلاف نعرې ونه وهلې؟.

ـــ آيا ستاسو د انحصار طلبۍ په نتيجه کې داسې دوه سری حکومت منځ ته رانه غی چې ولسمشر يې ستاسو له اجازې پرته يو مامور هم نه شي بدلولی؟.

ـــ آيا ستاسو د انحصار طلبۍ له کبله د يو نيم ميليون رايو ورکوونکيو د ټاکنو نتيجې په مياشتو ونه ځنډېدې؟.

ـــ آيا دا شرم نه دی چې په نړۍ کې د نورو هېوادونو د سوونو ميليونونو د ټاکنو نتيجې په څو ساعتونو کې اعلانېږي او ستاسو د حکومت د ټاکنو نتيجې ستا د انحصار طلبۍ له کبله په مياشتو ځنډېږي؟.

ـــ آيا تاسو ګمان کوئ چې ستاسو په دې ټولو ناخوالو افغانان نه پوهېږي؟.

ـــ آيا هغه افغانان چې د تورو لاندې يې ستاسو په نظام کې ستاسو په ټاکنو کې برخه واخيسته، ټګي يې نه ده کړې، دروغ يې نه دي ويلي…..يواځې په دې بهانه له خپلې رايې نه محرومېدای شي چې د کومې ستونزې له کبله يې له وخت نه مخکې يا وروسته رايه ورکړې ده، يا بايو ميټريک نه ده؟.

ـــ آيا تاسو او ستاسو نازولو لپاره هغه مالونه، مجلل کورونه، ډالرې، يورو، پونډونه، د عيش او ترف ژوند…. بس نه دي چې په دې څو لسيزو کې مو دافغانانو د قربانيو په قېمت لوټلي او خورد برد کړي مو دي؟.

ښاغليه! کرزی او اشرف غني خو هغه بې واکه نومونه دي چې تاسو پرې خپل فسادونه پټوئ او له فساده ککړ لاسونه پرې پاکوئ، دا دوه لسيزې خو په حقيقت کې حکومت ستاسو په لاس کې دی.

دا ګمان ونه کړې چې ګنې زه به دا خبرې د چا په پلوۍ کوم؛ بلکې دا هغه پوښتنې او خبرې دي چې ټول افغانان يې کوي. او دا هغه ترخه حقيقتونه دي چې د لمر غوندې څرګند دي؛ خو تاسو پرې سترګې پټې کړې دي.

مخکینې مطلب

هرات: د ټاکنيزو شکايتونو کمېسیون مالي مسؤول په خپل دفتر کې وژل شوی

بل مطلب

ملګري ملتونه: اروپا کې د پنا غوښتونکو زيات شمېر افغانان دي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

وروستي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com