ترکيه: که امریکا انقرې سره د اړيکو د ترنګلتيا هڅه وکړي، له انزوا سره به مخ شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
ترکيې امریکا ته ګواښ کړی دی چې که چېرته له دغه هيواد سره د اړیکو د خرابوالي هڅه وکړي نو ښايي له نړیوالې انزوا سره مخ شي.
د ترکي دولسمشر له رسنیو سره د اړیکو مسوول “فخرالدین التون” د امریکا له لوري په ترکیې وروستیو بندیزونو ته په اشارې کولو سره ویلي، که چېرته واشنګټن د ترکیې ضد فعاليت کوونکو له ملاتړه لاس وانه خلي نو له نړيوالې انزوا اوپريکون سره به مخ شي.
“التون” زیاته کړې، مونږ په هیڅ ډول له دې بندیزونو نه وېرېږو خو که چېرته دا هېواد د ترکیې ضد لابي کوونکو ته د دواړو هېوادونو د اړیکو د خرابولو اجازه ورکړي نو دوی به هم چوپه خوله پاتې نشي.



