سټار انډ سټاریپس نشریه: د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره له لومړۍ ورځې ناسمه وه

کابل ټکى کام (شنبه، ۲۳ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د سټار انډ سټرایپس په نام بهرنۍ نشریې په خپل یوه تازه مطلب کې د سیاسي او نظامي چارو له فعالینو سره خبرې کړې دي.

دې نشریې ته پخواني امریکايي نظامي چارواکو ویلي چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره له لومړي سره ناسمه وه.

پخواني امریکايي نظامي ویلیام فالون وايي د افغانستان د اتلس کلن ناورین ختمول دومره اسانه کار نه دی، ښایي وخت ونیسي.

دده په خبره د سولې خبرې ښې دي خو امریکا له لومړي سره د افغانستان په اړه واضحه، منظمه او سمه تګلاره نه لرله.

فالون دغه راز وایي چې ښایي امریکا لا هم د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره سمه او عملي لار نه وي غوره کړې.

د ده په خبره امریکايي جګړه خورا خونړۍ او پېچلې شوې ده نو له همدې امله یوازې د سولې د خبرو په پیل او په دې برخه کې په روانو هڅو ددې امکان ډېر کم دی چې دغه جګړه ختمه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button