سوډان: محکمې عمر البشير په دوه کاله بند محکوم کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د سوډان یوې محکمې پخواني ولسمشر عمر البشیر په دوه کاله بند محکوم کړی دی.

د سوډان پخوانی ولسمشر عمر البشیر چې درې لسیزې یې پر خپل هیواد حکومت وکړ، د اپرېل په میاشت کې د لاریونونو په پايله کې له واکه لېرې کړل شو.

محکمې د شنبې په ورځ (دسمبر ۷ مه نيټه) ښاغلي بشیر په اداري فساد او د پیسو غیرقانوني ساتلو په جرم مجرم وباله.

د سوډان امنیتی چارواکو په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې دوی د ښاغلي بشیر د کور لټون پر مهال پنځه ملیارده سوډاني پاونډ (۱۰۵ملیون ډالر) ضبط کړي دي.

عمر البشیر په ۱۹۸۹م کال کې د کودتا په پایله کې د اسلامي وسلوالو په مټ واک ته ورسېده، له هماغه وخت راهیسې يې د سوډان د اردو ملاتړ له ځان سره درلود. خو په هرصورت د اپریل میاشت کې د پوځ په ملاتړ له واکه لرې کړل شو.

مربوطه مطالب

Back to top button