ترکیه: امریکا دې د نورو په سترګه نه راته ګوري؛ هر عمل ته به یې ځواب ووایو

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۲۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د امریکا له ګواښونو وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې دوی به د واشنګټن هر ډول عمل ته ځواب ورکړي.
د اناتولي اژانس د خبر له مخې مولود چاوش اوغلو د امریکا وروستیو بندیزونو ته په اشارې ویلي، امریکا دې ترکیې ته د نورو هېوادونو په سترګه نه ګوري، ځکه هېواد یې د دې وړتیا لري چې د امریکا د هر ډول عمل پر وړاندې ورته دریځ ونیسي.
هغه زیاته کړې، دوی غواړي له امریکا سره د خبرو له لارې ټولو مسائلو ته د حل لاره پیدا کړي خو که چېرته امریکا بندیزونو ته دوام ورکړي نو دوی به هم ورباندې رحم ونکړي.
نوموړي تیره ورځ هم امریکا ته خبرداری ورکړی وو چې باید د ترکیې پر وړاندې خپل بهرني سیاست کې بدلون راولي او که چېرته داسې ونکړي نو له نړیوالې انزوا سره به مخ شي.
امریکا په دې وروستیو کې یوځل بیاد ایران او ترکیې په ګډون ځینې سمییزو هیوادونو سره په قصدي ډول خپلې اړیکې ترینګلې کړي، او غواړي چې دوی د بندیزونو له لارې دخپلو ګټو او شرایطو منلو ته اړ باسي.



