راپور تاژ: عقاب افغان الحنفي
د ګران هیواد له اشغال وروسته په نظامي لیکو کې هغو کسانو هم پراخه ونډه واخیسته کومو به چې په کلیو/بانډو کې لسګونه بې ګناه ولسي وګړي دځینې امتیازاتو په بدل کې وژلي او ربړولي وو.
داچې غربي ښکیلاک غوښتل تر څو له هرې ممکنې لارې دلته خلک ووژني، شکنجه کړي او بې ناموسۍ ور اړوي، په قصدي ډول د دغسې اشخاصو لټون او ګمارنه پیل شوه.
دوستم اوقیصاري دوه هغه شمال میشتي جنګسالان او جنایتکاران دي چې نړیوال یې هم په مظالمو معترف دي؛ خو ولې ورځ تر بلې د راغلې ډیمکراسۍ په سایه کې د ظالمانو تعداد لوړیږي؟
عدل او انصاف خو دقاتلینو، غلو، او مفسدینو محاکمې ته ویل کیږي، وروسته له اتلسو کالو د ډیمکراسۍ نافذین ولې لاهم له لیونیو د تېر په څېر ناوړه استفاده کوي.
قیصاري، چې لومړی سوداګر، وروسته د اربکي ملیشو دلګي مشر او بیا ولسوال وو، دامهال ځان دشمال امپراطور بولي او محکوم امریکایي حکومت(دکابل اداره)چیلنجوي.
تاسې به د رسنیو په پاڼو له تیرې ورځې راهیسې دحکومتي ځواکونو او قیصاري ملیشو تر منځ د خونړیو جګړو راپورونه لیدلي وي؛ دا چا او ولې دې حد ته ورساوۀ؟
هغه پوښتنه چې افغانان، نړیوال او ټول یې مطرحوي، څوک ورته ځواب لرلی شي؟
هغه خو غریبکار/تاجر وو، په امریکایي ټانګانو، وسلو او امتیازاتو چا مست کړ؟
ولې دومره تقویه شو چې دیکتاتورۍ او ولس وژنې ته یې ملا وتړله؟
خو ددې ټولو لوبو عمده لامل دامریکا له لوري په دې ملت دمنفور، وحشي او جنایت کار اقلیت مسلطول او حاکمول دي.
په لومړیو کې امریکا او دکابل حکومت غوښتل چې هر درِنده د طالب پر وړاندې قیام ته اړباسي، خو داچې اوس امریکا په وتو، دکابل اداره په خپلمنځي اختلافاتو او فساد کې ښکېل شوه؛ ګومارل شوي قیصاري هم ګوتڅنډنې پیل کړې.
د حل لاره یې داده چې له غرب راغلی ښامار وشړو، پاتې شوني جنایتکاران محاکمه کړو، او دلته د مرکزي اسلامي نظام دنفاذ په پار هر اړخیزې مرستې او عملي اقدامات وکړو.
دابه مو دکامیابۍ راز وي.
















