لیکواله: معصومه ”صافۍ“
مرګ به يې همېش ياداوه ، هغه په دې پوهېدله چي د دنيا ژوند يو څو ورځي دى ، که يوه ورځ تېره شي بله يې هم تېرېږي ، نو ځكه يې په هره لحظه کښې د مرګ د راتلو انتظار کاوه ، هغې به کله نا کله ځان د کفن غوندي جامه کي وپېچى او له کفن نه يې ځانته جامه هم جوړه کړې وه ، چي کله به يې اړتيا شوه وا به يې واغوستله ، دروژې په اخرو لسو شپو کي به يې همېشه دا جامه اغوستله.
. هو ! دا حفصه بنت سيرين رحمة الله عليها وه د ستر امام محمد بن سيرين خور ، د خپل وخت مشهوره محدثه او زاهده ميرمن وه ، خپله ځواني يې د الله په عبادت او تقوا کي تېر کړې وه او دا به يې ويل : اې ځوانانو ! خپل ځانونه واخلئ تاسو ځوانان ياست ، ما د عمل (خوند ) په ځوانۍ کي ليدلى دى ، د قران تلاوت به يې په ډېر غور او تدبر سره کاوه د ۱۲ کالو وه ، ورور (محمد بن سيرين ) ته به چي کله د قران الکريم په تلاوت کي کومه ستونزه پيدا شوه نو خپل خور ته به ورغى پوښتنه به يې ترینه وکړه چي دا څنګه ويل كيږي ؟ حفصه په زهد او د الله پر عبادت باندي پر صبر کولو مشهوره ، ډېري روژې به يې نيولې ، د تهجد اوږد لمونځ به يې کاوه ، لمونځ یې پر خپل وخت اداء کوه ، د قران تلاوت به يې کاوه ، له کوره بغير له اړتيا نه وتله او يا که به کوم کس د فتوا او زده کړي لپاره ورته راتلل دا به ور وتله.
جليل القدره محدثه وه ، خپل کور کي يې علم خپور کړى ٶ , شپږ نوري خويندي يې لرلې ټولي د قران الکريم او احاديثو په زده کړو بوختي وې. حفصې له علم سره ډېره مينه لرله د علم دزده کړي په لار کښې يې هر محبوب او خوښ شى قربان کړى ٶ ؛ ځکه هغه پدې پوهه وه چي عالمان د نبيانو وارثان دي ، څنګه چي حفصه پدې پوهه شوې وه نو همداسي يې د اسلام د زده کړي ، د الله تعالی او د رسول صلى الله علي وسلم د اطاعت لار ټينکه ونيوله. د حديثونو په روايت کولو کښې هغې لوى لوى استادان لرل ، له خپل ورور يحيى بن سيرين څخه يې هم حديث روايت کړي دي ، همدا شان ډېرو نورو بيا لدې څخه احاديث روايت کړي دي د سپېڅلي لاري دا سپېڅلې لاروۍ د هجرت په دوه اويا يم ( ۷۲ ) کال کښې د ۷۰ کلونو په عمر له فناء نه د بقا په لور وکوچېدله.
الله دي رحم پر وکړي او د جنت لوړي درجې دې په برخه شي.
#يادونه: د حفصې په نوم صحابيه هم شته چي د مٶمنامو مور ده ، هغه حفصه بنت عمر رضي الله عنهما وه د رسول الله صلى الله وسلم پاکه مېرمن .
















