جنګ خوښی سناتور ګراهام: ټرمپ له کرسمیس رخصتیو وړاندې خپل ۴ زره عسکر باسي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲۵ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د امریکا مشهور جنګ خوښی سناتور ګراهام نن په کابل کي وویل، ټرمپ به له افغانستانه څلور زره امریکايي عسکر د کرسمیس رخصتیو مخکې وباسي.
سناتور ګراهام افراطي راست جمهوريپال دی، د امریکا د استعماري جنګونو سرسخت مدافع او تقویه کونکی دی.
نوموړی له افغانستانه د امریکايي عسکرو را ایستلو سره جدي مخالفت کوي، خو اوس یې غوږونه مړه ښکاري.
تیره ورځ په دې اړه سي ان ان نیوز هم راپور ورکړ چې ټرمپ به داعسکر منځني ختیځ کې د ایران داحتمالي سر غړونو دکابو کولو په پار ځای پر ځای کړي.



