بغلان کې ۱۴ پوليس او عسکر له طالبانو سره یوځای شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۶، سه شنبه)
د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې څوارلس تنو عسکرو خپلې وسلې پر ځمکه ايښي او طالبانو سره یوځای شوي دي.
طالبانو رسنيو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه عسکر د ځايي طالبانو او دعوت او ارشاد کمېسيون په هڅو د دولت له ليکو رابیل او طالبانو سره يوځای شول.
په دغه کسانو کې عسکر، پوليس او اربکيان شامل دي چې په بيلابيلو سيمو کې يې پوځي دندې کولې.
طالبانو په خپله رسمي ويب پاڼه الاماره کې د تسليم شويو کسانو نومونه او پوره شهرت خپور کړی زياتوي” تسلیم شوو کسانو ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د مزدور رژیم لپاره هیڅ ډول فعالیت نه کوي، او په نورو یې هم غږ کړی چې د کابل رژیم له لیکو دي خپل ازاد ژوند ته را وګرزي او د امریکایي ګټو ټوپکې دي له اوږو وغورزوي “.
طالبانو د ورغليو عسکرو هرکلی کړی او هغوی ته يې باور ليکونه ورکړي تر څو راتلونکي کې ورته مشکلات پيښ نه شي.
طالبان د دعوت ارشاد او جلب و جذب په نوم ځانګړی کمېسيون لري چې دولتي چارواکو، پوليسو، عسکرو او اربکيانو ته د تسلميدو دبلنې ورکوي او هڅه کوي چې هغوی په خپله خوښه له دولتي ليکو رابيل، یا خپل ژوند پيل کړي او يا هم د طالبانو ليکو کې خدمت وکړي.



