مزار ښار کې چاودنې د شپږو پوليسو په شمول اتلس تنه ټپيان کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۶، سه شنبه)
د مزار امنيتي مسؤولین وايي، چې نن سهار د یوې چاودنې په ترڅ کې د پوليسو په شمول ګڼ کسان ټپيان شوي دي.
د مزار د پولیسو وياند عادل شاه عادل وايي، دغه بم په یوه بايسکل کې ځای پر ځای شوی و چې د ترافيک پوليسو رينجر موټر تر څنګ يې چاودنه وکړه.
د پوليسو په وينا، په دغه چاودنه کې شپږ ترافیک پوليس او دولس ملکيان ټپيان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.
له تيرو څو ورځو راهيسې په مزار ښا رکې امنیتي وضعيت خراب شوی او پوليسو هڅه کوله چې د محلي پوليسو یو قومندان چې په جنايي پيښو او د عامو خلکو په زورولو تورن دی ونيسي، خو نوموړی د دولتي ځواکونو له کلابندۍ روغ ووت.



