امریکایي سناتور رانډ پال: افغانان باید دخپلې ازادۍ لپاره په خپله جګړه وکړي

کابل ټکى کام (چهارشنبه، ۲۷ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
مقتدر امریکایي سناتور رانډ پال په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ځینې خلک وايي که چیرې موږ افغانستان ترک کړو؛ هلته به ګډوډي او بلوا جوړه سي.
خو اوس هلته حتی زموږ د موجودیت سره سره ګډوډي او بلوا جوړه ده، افغانان باید د خپلي آزادۍ لپاره خپله لاس په کار، او د خپلي آزادۍ لپاره جګړه وکړي.
پال زیاتوي، موږ نه باید هلته د ابد لپاره پاته سو، او نه هم دا کار کولای سو! د دې وخت رارسېدلی دی چي کامیابي اعلان، او خپلو کورونو ته راستانه شو.
داپه داسې حال کې ده چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر راپور وروسته غوڅ اکثریت امریکایان د روانې مبهمې جګړې پای، او طالبانو سره د یو توافق غوښتنه کوي.



