د افغان ټولنې درملنه څنګه کېدای شي؟؟

څارګر احمدزی
په دې کې شک نشته چې د افغان غميزې بانيان او بنسټ ايښودونکي پخواني کمونستان او افغانانو ته دا هم معلومه ده چې خلقيان او کمونستان د اوسنۍ روانې جګړې په دوام او شدت کې څومره رول او لاس لري؟
خو راځئ! په دې لیکنه کې به هغه څه راوړو کوم چې د افغان ټولنې درملنه پرې کېدای شي او چې له مخې يې افغان د افغان ټولنې روانې ناخوالې پای ته رسېدای شي:
۱ــ افغانان چې هر څومره ژر کولی شي هومره دې ژر تر ژره روان اشغال له منځه يوسي او د روان اشغال پر ضد دې لاس په کار شي، کله چې اشغال ختم شي او پای ته ورسېږي نو هر څه ممکن دي، هېواد پرمختګ کولی شي، ابادېدلی شي او ملت به له ټولو روانو ناخوالو خلاص شي.
۲ـــ کله چې افغانانو اشغال له منځه یووړ نو بايد دويم قدم کې هغه پخواني خلقيان او کمونستان يا له منځه يوسي او يا يې هم لږ تر لږه له افغانستان څخه تبعيد کړي او ورته ووايي چې تاسو نور په افغاني ټولنه کې نشئ! اوسېدای ځکه که تاریخ وګورو نو پکې وبه مومو چې د روانو ټولو ناخوالو زېږوونکي همدا کمونستان او خلقیان دي. او تر ټولو مهمه خبره دا چې خلقیان او کمونستان د هر اشغالګر ډول ته ګډېدونکي خلک دي نو دا چې افغانستان د اسيا يو مهم موقعيت دی او هر وخت له پرديو يرغلونو سره مخ کېږي، کله چې کوم هېواد پر افغانستان يرغل کوي نو خامخا به د دې هېواد ځینې وګړي له ځان سره ملګري کوي، چې هغه وګړي همدا کمونستان، خلقيان او د دوی بچيان دي.
۳ــ دا چې افغانستان يو سوچه اسلامي هېواد دی او په ټوله نړۍ کې يوازېنی هېواد دی چې په سلو کې ۹۹ وګړي يې مسلمانان دي او بل دا چې په سلو کې ۸۵ خلک يې اسلامي نظام خوښوي نو پکار ده چې د دغه نظام د اعادې لپاره عملي لاس په کار شي، خو لکه څنګه چې ويل کېږي پخواني کمونستان، خلقيان او اوسني ډموکراټان د اسلامي نظام مانعين دي، نو په دې اساس بايد په افغاني ټولنه کې د پورتنيو خلکو رول او نفوذ کم کړل شي او يا هم بيخي ورک کړل شي. تر څو د اسلامي نظام د اعادې خنډونه له منځه لاړ شي.
۴ــ دهېواد علماء کرام، روحانين او نور مخور قومي مشران بايد د افغانانو ټول شموله اتفاق او يووالي ته کار وکړي تر څو په هېواد کې د يرغلګرو او اشغالګرو په توسط رامنځته شوي ژنبي، قومي، سمتي، مذهبي او نور هر ډول تفرقې له منځه لاړې شي. نو کله چې دغه ډول بې اتفاقۍ او تفرقې له منځه لاړې شي نو پخپله به د اسلامي نظام اعادې ته لارې چارې برابرې شي.
۵ــ دا چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او دلته يوازې اسلامي نظام کولی شي روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي خو دا چې کله هم سړی د نورې اسلامي نړۍ حالاتو ته ځير شي نو وبه ويني د اسلامي کلک مخالفت او ممانعت سیاسي احزاب کوي، نو په دې اساس بايد سياسي احزاب له منځه لاړ شي او ټول افغانان سره يو موټ او يو قوت شي.
۶ـــ بل دا چې له ګاونډيو هېوادونو سره بايد د متقابل احترام پر اساس چلند او رويه وشي تر څو نه افغانان د چا په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي او نه هم نور پرېږدي چې د افغانانو په داخلي چارو کې لاسوهنې وکړي.
پورتني نقاط کولی شي افغانستان له اوسنيو ناخوالو او ناورين څخه خلاص کړي او دغو ناخوالو ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي.

مربوطه مطالب

Back to top button