پاميلاکانسټبل: د واشنګټن پوسټ راپور، په افغانستان کې د امريکا له فساده پرده پورته کړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د واشنګټن پوسټ نامتو خبریالې پامیلا کانسټبل ویلي چې د واشنګټن پوسټ راپور افغانستان کې د امريکا له لوري د اداري فساد له خپرولو پرده پورته کړه.
له دې وړاندې د کابل ادارې پخواني مشر حامد کرزي د امریکایي ادارو په اړه ویلي و چې فساد کې غرقې وې او د ملکي تلفاتو په اړه یې هیڅ باک نه راوړلو.
ښاغلي کرزي ویلی و، چې ما امریکایی چارواکو ته واضح ویلي و، چې د تروریزم په خلاف مبارزه کې مو ملګرتیا ته چمتو یم، خو افغانان مه وژنئ. هغه وایي ما د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره په خپل ټول توان هڅه وکړه، خو امریکایانو به هرځل په ډېره بېغورۍ سره زما خبر ماتوله کوله چې له امله يې زه و نه توانیدم چې مخه یې ونیسم.
کانسټیبل وړاندې لیکلي چې د کرزي په څیر یو شمیر امریکایي چارواکي هم د امریکا د بې حسابه بیسو مصرفولو څخه سرټکوي.
رپوټ کې راغلي چې امریکا د سولې او ثبات پرځای داسې حکومت رامنځته کړ چې اوس هم د امریکا تر وجود د خپلو ورځو شمار کوي او بغیر له امریکایې د بقا ستنې ړنګیږي.
نوموړې د مقالې په پای کې لیکلي چې امریکا د افغانانو دهيلو په تمثيل کې پاتې راغله او له وروستیو افشا شویو اسناد څرګندوي چې د امریکا پروړاندې د کرزي موفق پر حقه و.



